د انصار خبرګزاری دخبر له مخی، د اسلامي همکارۍ سازمان د دیني عالمانو پلاوي د افغانستان د سفر په ترڅ کې طالب چارواکو ته یادونه کړې چې د افغانستان حکومت مکلف دی چې هم ښځو او هم نارینه وو ته د زده کړو اسانتیا برابره کړي. د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی پلاوي په افغانستان کې د پوهنې له وزیر مولوي حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم سره په کابل کې په دې اړه خبرې کړي دي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي:"د کتنو په ترڅ کې، دواړو خواوو په دې ټینګار وکړ چې ټول (اسلامي) علما په دې برخه کې یوه خوله دي چې زده کړه د ښځو او نارینه وو لپاره یو مکلفیت دی." د اسلامي همکارۍ سازمان د اعلامیې پر اساس، د مسلمانو عالمانو او مفکرانو پلاوی د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسید چې د افغانستان له دیني عالمانو او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره وویني. دوی په دې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت دې ټولو نجونو او هلکانو ته په برابر ډول د زده کړو لار هواره کړي ځکه چې افغانان په ټولو برخو کې د نارینه وو او ښځینه وو تخصص ته اړتیا لري. د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) لخوا په یوه جلا خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی افغانستان ته د OIC د علماوو د پلاوي د سفر د پایلو په اړه خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پلاوي له افغان علماوو او چارواکو سره د OIC لپاره د ډېرو مهمو موضوعاتو لکه په اسلام کې د زغم، د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه څو ناستې وکړې.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/26875